د چین د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېیمه عمومي غونډه د جولای په ۱۵مه نېټه په بېجینګ کې پيل شوه. د دې مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو په استازیتوب یادې عمومي غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ او د اصلاحاتو د نورې هراړخیزې ژورېدو او د چیني شکله عصري کېدو بهیر د پرمخبیولو په اړه يې د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پرېکړې دغې غونډې ته په ډاګه کړې دي.