د جو بايډن شيځانګ کارډ له ناکامۍ سره مخ کېدونکی دی‎
CMG2024/07/15 15:31:15
شريکول:

 د جولای په دولسمه نېټه د متحدو ايالتونو ولسمشر جوبايډن په رسمي ډول د تبت – چين لانجې قانوني لايحه لاسليک کړه. دوی وايي چې متحدو ايالتونو هېڅکله دا دريځ نه دی لرلی چې شيځانګ له پخوانۍ زمانې راهيسې د چين د قلمرو برخه ده، د چين او شيځانګ لانجه بايد له شرطونو پرته د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د مذاکراتو له لارې په سوله ييزه بڼه حل شي.

دا د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې لپاره يو ځل بيا د شيځانګ کارډ د لوبولو هڅه ده.‎ د شيځانګ کورواکه سيمه له پخوا زمانې څخه د چين يوه برخه ده، د دې سيمې مسايل د چين کورني مسايل دي چې هېڅ راز بهرنۍ مداخلې ته پکې مجال نشته. د چين په سويل لويديځه سيمه کې لرغونې تنوعات د چين له اصلي خاورې سره د دې سيمې اوږدمهاله او نږدې تړاو په ډاګه کوي او په تنوعاتو کې د چيني ملت وحدت تاييدوي.

د بېلګې په ډول، د شيځانګ کورواکې سيمې د ګورو جيامو په مقبره کې چې په علي سيمه کې موقعيت لري، د موندل شويو لرغونو اثارو په منځ کې د ورېښمو يوه ټوټه شامله ده چې په سرو زرو پرې ليکل شوي دي. دا ټوټه ۱۸۰۰ کاله پخوانۍ او د ختيځ هان دورې د پادشاهانو د زمانې ده چې ۲۰۰۰ کاله پخوا یې واکمني درلوده. پر ټوټه د مرغانو او ځناورو رسمونه کښل شوي چې د چيني کرکټر وانګهو يا اشرافيانو څرګندونه کوي. دا په چينګهای – شيځانګ سيمه کې د ورېښمو لومړنۍ موندل شوې ټوټه ده چې د دې سيمې او د چين د اصلي خاورې او مختلفو قومي ډلو تر منځ د اوږدو تعاملاتو او ژورو تبادلاتو تاريخ ثابتوي.

آيا د تش په نوم شيځانګ مسئله پر چين د امپرياليستي اشغال پايله ده؟ ځواب يې نه. په اوسني عصر کې، ان د چين د جمهوريت  (۱۹۱۲-۱۹۴۹) پر مهال د چين مرکزي حکومت پر شيځانګ سيمې حاکميت درلود او هېڅ هېواد په ښکاره د يادې سيمې خپلواکي په رسميت نه ده نه پېژندلې.

د بېلګې په ډول، په متحدو ايالتونو کې په ۱۸۹۰ کال کې امريکايي ډيپلوماټ ويليام ډبليو راکهيل دا ليدلوری وړاندې کړ چې تبت د چين نه بېلېدونکې برخه ده. دې ليدلوري هغه مهال د شيځانګ په تړاو د امريکا سياستونه ډير اغېزمن کړل او د ۲۰مې پېړۍ تر ۴مې لسيزې پورې یې دوام وکړ.

په ۱۹۴۹ کال کې د چين د ولسي جمهوريت په رامنځته کېدو سره د شيځانګ په تړاو د متحدو ايالتونو سياستونو او دريځ هم په تدريجي ډول بدل شول. نن ورځ متحد ايالتونه د ټولو تاريخي حقايقو پر خلاف تر دې بريده وړاندې تللي چې وايي هېڅکله یې دا دريځ نه دی لرلی چې شيځانګ له لرغونې زمانې راهيسې د چين د قلمرو برخه وه. سړی حيران پاتې شي چې پخوانی نسل امريکايي ډيپلوماټان لکه راکهيل، که ژوندي وای اوس به یې څه احساس درلود. امريکايي سياستوال د حقايقو په پټولو سره د څه شي د لاسته راوړلو په هڅه کې دي؟

په ۱۹۵۱ کال کې د شيځانګ له سوله ييزې ازادۍ، چې امپرياليستي قوتونه یې وشړل او تاريخي پرمختګ یې پيل کړ او په ۱۹۵۹کال کې له ډيموکراټيکو اصلاحاتو راهيسې، دا سيمه په بشپړ ډول ټولنيزه سوله او نظم تجربه کوي چې  لوړ کيفيت پراختيا ته یې زمينه برابره کړې ده. اقتصادي وده یې باثباته ده او د خلکو د ژوند کيفيت یې د پام وړ ښه شوی دی.

که څه هم ځينې داسې هېوادونه شته چې د شيځانګ د خلکو له سوکالۍ سره بلد نه دي او هره ممکنه وسيله کاروي چې د چين د پراختيا مخه پرې ډپ کړي. سلطه پال متحد ايالتونه چې ځان ته د بشري حقونو مدافع وايي او د پوليسو د نړيوال افسر په څېر چلند کوي، تل په نورو هېوادونو کې د بشري حقونو پر وضعيت نېوکې کوي، په داسې حال کې چې د خپل کور د ننه یې د بشري حقونو وضعيت د توکمپالنې، وسله وال تاوتريخوالي، د فقيرو او بډايو تر منځ د واټن، د کډوالو د ځورولو او کم عمره کارګرانو د شتون له کبله تر وروستۍ کچې خراب دی. متحد ايالتونه بايد نورو ته د پړې ګوتې تر نېولو وړاندې د خپل کور دننه بشري وضعيت سم کړي.

د کورنيو قوانينو پر مټ د حقايقو تحريفول او له دې انکار کول چې شيځانګ له لرغونې زمانې څخه د چين يوه برخه ده د چين د بدنامولو يو بل مانور دی. متحد ايالتونه بايد د واحد چين اصل ته ژمن پاتې شي او د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې نوی جوړ کړی قانون بېرته لغوه کړي. د حقایقو د تحريفولو هڅې له ناکامۍ سره مخ کېدونکې دي ځکه چې نه يوازې چين، بلکې ټول ويښ ملتونه به یې مخالفت وکړي.