اف بي آی پر ټرامپ د برید کونکي هویت په ډاګه کړ
CMG2024/07/15 10:48:28
شريکول:

د امریکې فدرالي پلټونکې ادارې اف بي آی د جولای په ۱۴مه نېټه د هغه کس هویت په ډاګه کړی چې د دغه هېواد پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ يې برید وکړ.

سرچینې ویلي چې دغه برید کونکی توماس ماسیو کروکس نومېږي، شل کلن دی او د امریکا له پينسیلوانیا ایالت څخه ورغلی و.

د اف بي آی په بیان کې دا هم ویل شوي چې برید کونکی د پېښې په ځای کې وژل شوی او په وینا يې چې تر اوسه له کومې ترهګرې ډلې سره د دې کس اړیکه نه ده ثابته شوې.

ټرمپ چې یو ځل بیا د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید شوی، د ټاکنو کمپاین يې ویلي چې دی له جسمي او ذهني پلوه روغ دی.

هغه به د پلان له مخې په راتلونکې اوونۍ کې د جمهوریت غوښتونکي ګوند په کنګره کې ګډون وکړي او د دې ګوند د ولسمشر رسمي کاندید به وشي.