چين او روسيې ګډ پوځي تمرين پيل کړ
CGTN2024/07/15 09:35:11
شريکول:

 چين او روسيې جولای په ۱۴مه نېټه د چين د ګوانګ دونګ ولایت د جان جيانګ ښار په يوه پوځي بندر کې ګډ پوځي تمرين پيل کړ.

د روان پوځي تمرين د قوماندې او کنټرول مرکز د دواړو هېوادونو د سمندري ځواکونو د سرتېريو لخوا جوړ شوی دی.

د معلوماتو له مخې، په دغه پوځي تمرين کې د سرتېريو د راغونډولو، په بندر کې د پوځي عملياتو د طرحه کولو او په سمندر کې د تمريناتو په ګډون درې مرحلې شاملې دي.