د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په اړه د روان کال د لومړۍ نيمايي راپور د جولای په ۱۲مه نېټه خپور شوی، چې له مخې يې د دې هېواد د موادو د صادراتو او وارداتو عمومي اندازه ۲۱ ټريليونونو او ۱۷۰ میليارډو یوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶،۱ سلنه زیاتوالی ښيي او مخ په ښه کېدو دی. د بريتانيا د فینانسیال تايمز( Financial Times )ورځپاڼې په شمول ډېری رسنیو په اند، اوسمهال دا آسانه نه ده چې چین د امریکا او اروپا له خوا دغه هېواد ته له جوړ شویو خنډونو سره سره بیاهم د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې دومره لاسته راوړنه تر لاسه کړې.
د معلوماتو له مخې، د چين د بهرنۍ سوداګرۍ کیفیت او کمیت په برخو کې ډېر پرمختګ کړی دی.
د کمیت په برخه کې باید وویل شي چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د صادراتو او وارداتو اندازه د تېرې همدې مودې په پرتله د لومړي ځل لپاره له ۲۱ ټريليونونو یوانو څخه زیاته ده. د کيفيت په برخه، د چين د نوې انرژۍ مصرفوونکي موټرونه، ليتيم بېټرۍ او لمريزې انرژۍ تولیدات په نړیوال بازار کې له تود هرکلي سره مخ شوي، چې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د باکيفيته پرمختګ لپاره ټینګ محرکه ځواک برابر کړی.
د چين د موټرونو د صنعتي ټولنې د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د نوې انرژۍ مصرفوونکو موټرونو د پلور اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی او صادراتي اندازه يې ۱۳،۲ سلنه زياتوالی ښيي. د چين د جيلي اوټو موټر شرکت (Geely Auto) د خبر له مخې، دغه شرکت د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په بهر کې له ۱۹۰ زرو عرادو څخه زیات موټرونه پلورلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۷ سلنه زيات دي.
د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د اندازې په لوړېدو او د کيفیت په ښه کېدو سره نړۍ ته نور زیات فرصتونه برابر شوي. دغه هېواد نه يوازې نړۍ ته د ښه کيفيت او ټيټې بيې توليدات برابروي، بلکې د بېلابېلو هېوادونو د تولیداتو لپاره لوی بازار برابروي. د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د وارداتي مالونو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵،۲ سلنه زياتوالی ښيي. د چيني حکومت لخوا د ورخلاصون د يو لړ پاليسو په خپرېدو سره به دا لا آسانه وي چې د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي توليدات د چين بازار ته داخل شي او بهرني شرکتونه په چين کې پرمختګ وکړي.
په دې وروستۍ مودې کې د نړيوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په شمول يو شمېر نړيوالو پولي سازمانونو په ۲۰۲۴م کال کې د چين د اقتصادي زياتوالي وړاندوينه ډېره کړې. د پیسو نړیوال صندوق د څېړنې له مخې، کله چې د چين اقتصاد يو سلنه زياتوالی ښيي، نو د نورو اقتصادونو تولیدي اندازې به په منځنۍ توګه ۰،۳ سلنه زياتېږي. له دې څخه دا په ډاګه شوې، چې د چین اقتصاد لا هم د نړيوال اقتصادي زياتوالي لپاره تر ټولو لوی خوځنده ځواک دی او د چين بازار هم د بهرنيو پانګوالو نه شلېدونکی بازار دی.
د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس له خوا د نړیوالې سوداګرۍ وروستي راپور کې دې ته اشاره شوې، چې نړیوالې سوداګرۍ د روان کال په لومړۍ ربعه کې له بيا سمسورتيا سره مخ شوې، خو د يادونې وړ ده، چې اوسمهال نړيوالې سوداګرۍ لا هم له جغرافیايي سياست او پروتېکشنيزم سره مخامخ دي. په داسې پېچلي او بدلېدونکي نړیوال وضعیت کې چين باور لري، چې نور اقتصادي پرمختګ وکړي او له نړۍ سره د باکيفيته پرمختګ فرصتونه او ګټې شريکې کړي.