چین: د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د کورني تولید عمومي ارزښت ۵ سلنه زیات شوی
CMG2024/07/15 11:06:30
شريکول:

د چین د شمېرنې ریاست د جولای په ۱۵مه نېټه یو لړ شمېرې خپرې کړې چې له مخې یې، د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د کورتي تولید عمومي ارزښت (GDP) ۶۱ ټریلیونو۶۸۳،۶ میلیارډو یوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۵ سلنه زیات شوی دی.

د کرهنیزو چارو ارزښت ۳۰۶۶ میلیارډو یوانه دی او د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۳،۵ سلنه زیات شوی. د صنعتي چارو او خدمتي چارو ارزښتونه په جلا جلا توګه ۲۳ ټریلیونو ۶۵۳ میلیارډو یوانو ته او ۳۴ ټریلونو ۹۶۴،۶ میلیارډو یوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۵،۸ سلنه او ۴،۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د سږ کال په لومړۍ او دوهمه ربعه کې د کورني تولید عمومي ارزښت د تېر کال په پرتله په جلا جلا توګه ۵،۳ سلنه او ۴،۷ سلنه زیاتوالی ښيي.