معسود پزشکیان: ایران له چین سره لا پراخې همکارۍ ته سترګې په لار دی
CMG2024/07/15 10:50:37
شريکول:

د ایران منتخب ولسمشر معسود پزشکیان د جولای په ۱۲مه نېټه په تهران ټایمز رسنۍ کې د یوې لیکنې په خپرولو سره خپله ډیپلوماټيکه تګلاره بیان کړې او ویلي يې دي چې ایران له چین سره دوستۍ ته جدي پاملرنه کوي.

نوموړي په خپله لیکنه کې دا هم ویلي، کله چې ایران له ستونزو سره مخ شوی، نو چین تل له ایرانه ملاتړ کړی، ایران له چین سره دوستانه اړیکو ته په درنه سترګه ګوري.

پزشکیان ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې د ایران او چین هراړخیز همکاریز پلان د دواړو خواوو د ستراتيژيکو اړیکو د ټينګېدو مهمه نښه ده، د ده د ولسمشرۍ په دوره کې د ایران حکومت هیله لري چې له چین سره همکارۍ لا پراخې کړي.