د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۵ مه نېټه د دغه هېواد د جمهوريت غوښتونکي ګوند په ملي کانګرس کې کافي رايې ترلاسه کړې او د دغه ګوند لخوا په رسمي توګه د ۲۰۲۴م کال د امریکا ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد شو.
ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ اعلان وکړ، هغه د اوهايو ایالت سناتور جيمز ډېوېډ ونس به په ولسمشریزو ټاکنو کې د ده مرستیال نوماند وي.