د چين په ۳۷ بندرونو کې د ۱۴۴ ساعتو پاتې کېدو لپاره د ويزې پرته تګلارې پلې شوې
CMG2024/07/16 15:08:54
شريکول:

د چين د ګډوالو ادارې د جولای په ۱۵مه نېټه اعلان وکړ، چې د روانې مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه د هه نان ولايت د جنګ جو ښار په هوايي بندر کې د ۱۴۴ ساعتو پاتې کېدو لپاره له ويزې پرته د سفر تګلارې پلې شوې، دا پدې معنا چې بهرني مسافر کولای شي له ويزې پرته په هه نان ولایت کې ۱۴۴ ساعته پاتې شي.

تر اوسه د چين د بېجينګ، تيان جين، شي جيا جوانګ، چين هوانګ داو په شمول په ۳۷ بندرونو کې د ۱۴۴ ساعتو  پاتې کېدو لپاره له ويزې پرته تګلارې پلې شوې دي.

د امريکا، کاناډا او بريتانيا په شمول د ۵۴ هېوادونو هغه اتباع چې د سفر نړيوالې اجازې ترلاسه کړي او د الوتکې داسې ټکټ يې اخيستی، چې د وتلو وخت يې په ۱۴۴ ساعتونو کې دی او څوکۍ يې پکې هم انتخاب شوې، کولای شي له يادو ۳۷ بندرونو څخه درېيم هېواد يا سيمې ته ولاړ شي او له ويزې پرته په ټاکلو سيمو کې د سېل، سوداګريزو چارو په ګډون د لنډمهالو چارو لپاره ۱۴۴ ساعته پاتې شي.