د چين استازي له نړيوالې ټولنې څخه د څواړخيزم د عملي کولو غوښتنه کړې
CGTN2024/07/16 16:11:28
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د جولای په ۱۵ مه نېټه د ملګرو ملتونو د دواملرونکي پرمختګ د لوړپوړي سياسي فورم د وزيرانو غونډې ته په وينا کې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې څواړخيزم عملي کړي او د ۲۰۳۰م کال د دوام لرونکي پرمختګ اجنډا سمې لارې ته وګرځوي.

استازي فو څونګ په يادې غونډې کې د نړيوال پرمختګ طرحې د پلويانو ډلې په استازيتوب وينا وکړه او ويې ويل، چې اوسمهال د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا د پلي کېدو وضعيت ټاکلې موخې ته نه دی رسېدلی او د رسېدو لپاره يې هم لرې مزل پاتې دي، نړيواله ټولنه دې څواړخيزم عملي کړي، خپلمنځي يووالی او همکارۍ دې پياوړې کړي او په ګډو هڅو دې د ۲۰۳۰ م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا سمې لارې ته وګرځوي.

نوموړي همدارنګه نړيوالې ټولنې ته وړانديزونه وکړل، چې پرمختګ ته دې لومړيتوب ورکړي او نړيوال پرمختيايي مشارکت دې پیاوړی کړي، د بېوزلۍ د کمولو نړيوالې همکارۍ دې تقويې کړي ، د نړۍ د خوړو امنيت دې وساتي او له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره دې مسئوليت پر غاړه واخلي.