چین: پر تایوان مسئلې د ځپلو عملونو ته ختماً ځوابي اقدامات غوره کوو
CMG2024/07/16 10:44:45
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۱۲مه  نېټه د امریکې پر ۶ نظامي شرکتونو او ۵ تنو لوړپوړو مسئولینو بندیزونه اعلان کړل.

د دغه وزارت ویاند لین جیان د جولای په ۱۵مه نېټه په یوه خبري ناسته کې په دې اړه د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل، امریکې پر تایوان سیمې وسلې پلورلې، دغه کړنې یې د یو چین پېژندنې له اصولو او د چین او امریکې له درېيو ګډو اعلامیو څخه سرغړونه ده، د چین په کورنیو چارو کې یې ډاګیزه لاسوهنه کړې او د چین د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض يې کړی دی.

لین جیان پر دې ټینګار وکړ، د تایوان مسئله د چین په مرکزي ګټو پورې اړه لري او د چین او امریکې په اړیکو کې نه تېرېدونکې سړه کرښه بلل کېږي. پر تایوان مسئلې د ځپلو عملونو ته حتماً ځوابي اقدامات غوره کوو.