د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د چين د مصرفي بازار پيمانه پراخه شوې
CGTN2024/07/16 09:57:18
شريکول:

د چين د احصائيې ملي ادارې د جولای په ۱۵ مې نېټې شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په دغه هېواد کې د ټولنيزو مصرفي توکو د پرچون خرڅلاو عمومي ارزښت۲۳ ټريليونو، ۵۹۶ ميليارډو او ۹۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۳.۷ زياتوالی ښيي. په ياده جمله کې د تجارتي توکو د پرچون خرڅلاو ارزښت ۲۰ ټريليونه، ۹۷۲ ميليارډه او ۶۰۰ ميليونو يوانه ښودل شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۳.۲ زياتوالی ښيي او د رسټورانټونو او د خوړو عرضه کوونکو سکټورونو عوايد ۲ ټريليونو، ۶۲۴ ميليارډو او ۳۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۷.۹ زياتوالی ښيي.

شنونکي پدې اند دي، چې يادې شمېرې د چين د مصرفي بازار د پرله پسې پراختيا ښودنه کوي.