د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړپوړي استازي جوسیف بوريل د جولای په ۱۵ مه نېټه په بروکسيل کې د اردن د لومړي وزير له مرستيال او د بهرنيو چارو وزير ايمن الصفدري سره وکتل او ورپسې يې له نومړي سره په ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د غزې پر ماواش سيمې د اسرائيل بمباري د زغملو او منلو وړ نه ده.
نوموړي د عامو وګړيو د مرګ ژوبلې دوامدار زياتوالی د نه زغملو وړ عمل بللی او په خبره يې، دا د اوربند او د شخړې د دايمي حل لارې د ژر پيدا کولو اهميت ښودنه کوي.
د اردن د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير ايمن الصفدري په خپلو خبرو کې وويل، چې اسرائيل باید په غزه کې له نړيوال قانون سره خلاف عمليات او جنګي جرم پای ته ورسوي.
نوموړي د دوو هېوادونو پلان د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو د حل اساسي لاره بللې او په وينا يې دغه پلان باید عملي شي.