عراق د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د ګډون لپاره بیاځلي مشورې پيل کړې
CMG2024/07/16 10:42:41
شريکول:

د عراق د سوداګرۍ وزير اسير ګولير د جولای په ۱۵مه نېټه اعلان وکړ، چې دغه هېواد تر ۱۶ کلونو وروسته د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د ګډون لپاره مشورې بيا پيل کړی.

د عراق د سوداګرۍ وزات د اقتصادي اړيکو ريیس ریاض فاخر الهاشمي د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د عراق د خبرو استازي په جنوا کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان په مقر کې د غونډې چمتوالی روان دی.