بهرني شرکتونه په چين کې کوم نوي فرصتونه موندلی شي؟
CGTN2024/07/16 16:24:29
شريکول:

چين د جولای په ۱۵مې نېټې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د ملي اقتصاد تازه شمېرنې خپرې کړې. له دې وروسته د سينګاپور اوسيم شرکت (OSIM) لومړۍ مرستيال مديرې وانګ مينګ جه سي جي ټي اېن ته ويلي چې شرکت يې د چين د اقتصادي زياتوالي په اړه تلپاتې خوشبیني لري او باور يې څرګند کړی چې د نورو پاليسو په پلي کېدو او د اقتصاد په لا پياوړتيا سره به دغه شرکت نور زیات پرمختګ  وکړای شي. 

ولې نوموړې د چين د اقتصاد په اړه دومره باور لري؟ 

د يادو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين جي ډی پي۶۱ ټريليونو، ۶۸۳ ميليارډو او ۶ ميليونو یوانو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ سلنه زياتوالی ښي. د دې تر څنګ، په همدې موده کې دغه هېواد کې توليدي چارو په ثابت ډول پرمختګ کړی، تقاضا يې بيا لوړه شوې او نوی محرکه ځواک یې په چټکۍ غښتلی شوی دی. له دې څخه دا څرګندېږي چې د چين اقتصاد مخ په ښه کېدو روان دی.

د سږکال له پيل راهيسې د نړيوال اقتصاد وده کمزورې ده، د جغرافیايي سیاست شخړې هم سختې شوې او ځينې لوېديځو هېوادونو د اقتصادي اړيکو د پرې کولو غوښتنه کړې ده. په دې حال کې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د جي ډي پي زياتوالی تر امریکا، اروپا او جاپان چټک دی .  د وړاندوينې له مخې‌، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې به د چين اقتصادي وده مخکښ ځای ونيسي او لا به هم د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره مهم او ثابت ځواک وي.

نو چین به د نړۍ لپاره څه نوي فرصتونه برابر کړي؟ 

لومړی، چين يو لوی بازار لري. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دې هېواد د مصرفي توکو د پرچون عمومي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳.۷ سلنه زياتوالی ښيي، پکې د انلاين پرچون اندازه ۹.۸ سلنه زياتوالی ښيي. د انلاين خرڅلاو او سمدستي باربرۍ په سمسورتيا سره د چين لوی بازار هم باکيفيته پرمختګ کړی او په دې بهير کې بهرنيو شرکتونو هم ورڅخه ډېرې زیاتې ګټې تر لاسه کړې. د مثال په توګه،‌ د جرمني د ژوند د علم په برخه کې مشهور شرکت بايېر (BAYER) ويلي، چې په تېرو څو کلونو کې يې د ډيجټلي نوښت له لارې او له چيني شرکتونو سره د همکاريو له لارې فايدې په ثابت ډول لوړې شوې، پکې يو درېيمه برخه يې له چين سره د انلاين سوداګريو د همکاريو له لارې تر لاسه کړې.

دوهم،‌ په عين وخت د چين د اقتصاد باکیفيته پرمختګ هم نړيوالو شرکتونو ته نوي فرصتونه برابر کړي. اوسمهال دغه هېواد باکيفيته تولیدي توان او د نوې بڼې صنعتي کېدنه پياوړی کوي او نوی خوځند ځواک رامنځته کوي. د روان کال په لومړۍ نيمايي‌ کې د دې هېواد د لوړ تخنيکي صنعت تولیدي اندازه او پانګونه د تېر کال د همدې مودې په پرتله زياتوالی ښيي. د خدمتي روبورټ او د نوې انرژۍ کارېدونکو موټرو په شمول د زرغون او ځيرکتيا لرونکو توليداتو توليدي اندازه لسګونه سلنه زياتېږي. د دې تر څنګ، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د موټرو، بېړيو او جامع مدار يا آی سي (integrated circuit) صادارتي اندازه لوړ زياتوالی ښيي، په دې سره د چين د بهرنيو سوداګريو چوکاټ هم مخ په ښه کېدو او اپګرېډ روان دی.

درېیم، د چین ثابتې او تلپاتې پاليسۍ بهرنيو شرکتونو ته پراخ پرمختګ برابر کړی. دغه هېواد له ويزې پرته د ورتګ يو لړ تګلارې خپرې کړې، د بهرنیو پانګو منفی لېست یې کم کړی او د بهرنيو شرکتونو د پانګونې لپاره يې خدمتونه پياوړی کړی، چې په چين کې بهرنيو شرکتونو ته يې تضمين ورکړی. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په چین کې د بهرنۍ پانګونې د شرکتونو د نويو جوړېدو شمېر ۱۴.۲ سلنه زیاتوالی ښيي، پکې د لوړ تخنیکي صنعت په برخه کې بهرنۍ پانګونه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۴ سلنه زياتوالی ښيي. 

د چین د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېیمه عمومي غونډه د جولای په ۱۵مه نېټه په بېجینګ کې پيل شوه. په دغې غونډې کې د اصلاحاتو د نورې هراړخیزې  ژورېدنې او د چیني شکله عصري کېدو بهیر د پرمخ بیولو په اړه پرېکړې په ډاګه شوې. نړيوالې ټولنې هيله څرګنده کړې،‌ چې چين په دوامدار ډول نړۍ ته د زیاتوالي راتلونکی او نړیوالو شرکتونو ته نوي فرصتونه برابر کړي.