د اسيا پرمختګ بانک د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي پرمختګ اټکلي انډول لوړ کړی
CGTN2024/07/17 16:17:02
شريکول:

د اسيا پرمختګ بانک د جولای په ۱۷مه نېټه په ۲۰۲۴م کال کې د اسيا د پرمختګ اټکلي راپور د جولای راپور خپور کړی، چې له مخې يې په ۲۰۲۴م کال کې د اسيا او ارام سمندر سیمې د پرمختيايي هېوادونو د اقتصادي زیاتوالي انډول له مخکنۍ اټکل شوې ۴.۹ سلنې څخه ۵ سلنې ته لوړ شوی او د ۲۰۲۵م کال لپاره يې د اقتصادي زیاتوالي اټکلي انډول په ۴.۹ سلنه ساتل شوی دی.

په ياد راپور کې د چين د اقتصادي زياتوالي اټکلي انډول نه دی بدل شوی، چې د ۲۰۲۴م کال اټکلي انډول يې ٪ ۴.۸ او د ۲۰۲۵م کال اټکلي انډول  يې ٪ ۴.۵ ساتل شوی دی.

په دغه راپور کې راغلي، چې د خدمتي مصرف په دوامدارې سمسورتيا او د صادراتي او صنعتي چارو په لا زياتېدو سره، د ۲۰۲۴ م کال په لومړۍ ربعه کې د چين اقتصاد د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۵.۳ زياتوالی ښيي او دغه شمېر له اټکل څخه لوړ شوی دی.

د ياد راپور له مخې، د امريکا او نورو پرمختللي هېوادونو مفاد به په دوامدار ډول د اقتصاد پر راتلونکي وضعيت اغېزې وکړي او د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو متزلزله پروسه ، د جيوپوليتيکس تاوتريخوالی  او اقليمي پېښې به يې اقتصاد ته زيانونه ورسوي.