د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د صدراعظم ګابريېل اتال استعفا ومنله
CGTN2024/07/17 16:12:55
شريکول:

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر ځايي وخت د جولای په ۱۶مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د دغه هېواد ولسمشر ايمانويل مکرون د صدراعظم ګابريېل اتال استعفا منلې ده.

خو اتال به د نوي حکومت تر جوړېدو د عادي چارو مسئوليت پر غاړه ولري.

د فرانسې په اساسي قانون کې د ولسمشر لخوا د صدراعظم د نومولو کره وخت نه دی ټاکل شوی. د ولسمشرۍ ماڼۍ په ياده اعلاميه کې له بېلابېلو مهمو ګوندونو څخه د اتحاد غوښتنه کړې، څو رسمي حکومت ژر تر ژره جوړ شي.

مخکې مکرون په يو علني پيغام کې له مهمو ګوندونو څخه د ډيالوګ د تر سره کولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې د مهمو ګوندونو د موافقې پر بنسټ به نوی صدراعظم وټاکي.