د غزې تړانګې ملکي اداره: د اسرائیلو په وروستیو هوايي بریدونو کې څه باندې سل تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
CMG2024/07/17 10:37:13
شريکول:

اسرائيلي ځواکونو پر ځايي وخت د جولای په ۱۶مه نېټه د غزې تړانګې پر جنوبي، منځنۍ او شمالي برخو هوايي بريدونه کړي دي. د غزې تړانګې ملکي ادارې په همدې ورځ خبر ورکړ، ياد هوايي بريدونه په يو ساعت کې پېښ شوي چې له امله يې لږ تر لږه ۴۴ تنه وژل شوي او څه باندې سل تنه نور ټپيان دي.

په همدې ورځ د فلسطين څو وسله والو ډلو په غزه کې له اسرائيلي ځواکونو سره جګړې کړې دي.