داعش د جولای د ۱۶مې نېټې په شپه پر يوې ټولنيزې رسنۍ اعلان وکړ چې د عمان په مسقط کې د ډزو پېښې پړه دغه توند لاره ډله پرغاړه اخلي.
د عمان پوليسو پر ځايي وخت د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه په يوې اعلاميې کې خبر ورکړ چې د دغه هېواد د پلازمېنې مسقط ته څېرمه له يو جومات دباندې د ډزو پېښه وشوه چې له امله يې د يو پوليس او ۳ بريدګرو په شمول ۵ تنه وژل شوي دي.