د ۲۰۱۸م کال په اپرېل کې د چین د های نان ولايت د ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو د ۳۰مې کاليزې لمانځغونډه د دغه ولایت په های کو ښار کې تر سره شوه. د چين دولت رئيس شي جين پينګ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د کمونېست ګوند مرکزي کميټې پرېکړه کړې، چې د های نان په ټوله ټاپو کې د ازاد سوداګریز ازمايښتي زون د جوړولو ملاتړ وکړي او ګام په ګام به د ازادو سوداګریزو بندرونو تګلارې او اداري سيستمونه جوړ شي.
ورخلاصون او اصلاحات تل یو ځای وي او یو بل ته وده ورکوي. د چین دولت شي جين پينګ له ۲۰۱۲م کال راهيسې د ټولشمولیت او ورخلاص ذهن په ساتلو سره د ورخلاصون او پرمختګ نوښت لرونکې مفکوره وړاندې کړې ده. په ۱۹۷۸م کال کې د چین د ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو څخه په نوې زمانه کې د دغه هېواد تر هراړخيزې پرانيستې پورې، ټول د دې ټولشمولیت او ورخلاص ذهن عملي ځواک انځوروي. رئیس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې د بهرنۍ نړۍ پر مخ د چین پرانيستل هر اړخيز دی او تګلارې يې په ټولو برخو کې عملي کيږي او هېواد به يې د هراړخيزې پرانيستې نوې بڼې ته وده ورکړي.
د پرانيستې نوي اقتصادي نظام جوړول د رئیس شي جين پينګ د "پرانستي پرمختګ" مفکورې اصلي عمل دی. هغه د پخوانیو نظامونو او اداري خنډونو پر له منځه وړلو تمرکز کړی او د ازادو سوداګریزو ازمايښتي زونونو او د ازادو سوداګریزو بندرونو د جوړولو بهیر يې ګړندی کړی. له ٢٠١٣م کال راهيسې، په چین کې په ۶ ډلو کې ٢٢ ازاد سوداګریز ازمايښتي زونونه جوړ شوي،چې له ګټو څخه يې ټول هېواد برخمن دي او په داخلي او سرحدي سیمو کې د اصلاحاتو او ورخلاصون نوی جوړښت رامنځته شوی دی.
په تېرو لسیزو کلونو کې د شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې چين په پرله پسې توګه د بهرنۍ سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې اړوند قوانين ښه کړي، د قوانينو له لارې يې د بهرنۍ پانګونې د ترويج او ساتنې چارې پياوړې کړې او په پرله پسې توګه يې د لوړې کچې ورخلاصون قانوني بنسټ پياوړی کړی دی.
د چين د پرانيستې اقتصادي نوی نظام پرله پسې پرمختګ نه يوازې بهرنۍ نړۍ ته د پرانستلو قانوني کول ښه کوي، بلکې د لوړې کچې سوسياليستي بازار اقتصادي سيستم د جوړولو، د چين لپاره د پرمختیا د پراخې فضا پرانيستې او د نړیوال پرمختګ لپاره زمينه برابروي.
رئیس شي جين پينګ وويل، د چين پرمختګ له نړۍ نشي بېلېدای او د نړۍ سمسورتيا هم چين ته اړتيا لري. هغه ژمنه وکړه چې چین به په ټینګه د متقابلو ګټو پر بنسټ د پرانیستلو ستراتیژۍ پلې کړي چې نه یوازې د نړۍ پرمختیايي خوځنده ځواک راوباسي، بلکې د چین پرمختګ به هم نړۍ ته ښه ګټه ورسوي.
له نوې زمانې راهيسې، چين په فعاله توګه په نړيواله کچه د اقتصاد د مدیريت په چارو کې ګډون کړی. د رئیس شي جين پینګ له خوا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز له مطرح کېدو راهیسې، د نړۍ څه باندې ۱۵۰هېوادونو او څه باندې ۳۰ نړيوالو سازمانونو له چين سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په اړه همکاریز سندونه لاسلیک کړي دي.
شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې پرانيستل د انساني تمدن د پرمختګ لپاره مهم خوځنده ځواک دی او د نړۍ د سمسورتيا او پرمختګ مهمه او اړینه لار ده. د شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د نړيوالې همکارۍ نوی حالت او د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د دغه هېواد د ورخلاصون تاريخي بدلون رامنځته شوی او د نړيوال پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.