په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ پر ځايي وخت د جولای په ۱۶مه نېټه د دغه نړيوال سازمان د نړيوال نظم او څواړخيزې همکارۍ په يوه علنۍ مباحثوي غونډه کې ويلي، اوس مهال په نړيوالو سياسي چارو کې ډله ييز تقابل ورځ تر بلې سختېږي، نړيوالې اقتصادي چارې د نړيوال کېدو پر خلاف لور روانې دي او نړيواله حکومتوالي هم مخ په کمزوري کېدو ده. دغه راز انسانان دې يو ځل بيا د راتلونکي پرمختګ لپاره تاريخي لوری انتخاب کړي.
د ده په خبره، ناټو او اړوند هېوادونه بايد پر خپلو ناسمو کړنو له سره غور وکړي، نورو ته د زيان رسولو په بيه دې خپلې ګټې نه لټوي او د ګډ امنيت خرابوونکي دې و نه ګرځي.
د چين دايمي استازي فو څنګ پر دې ټينګار وکړ چې په نړۍ کې يوازينی نظم او قانوني قاعدې موجودې دي چې د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو پر بنسټ جوړې شوې دي. مختلف هېوادونه بايد د نړيوال جنوب(Global South) د ځواکمنېدو له تاريخي تمايل سره سم د نړيوال پولي چوکاټ د اصلاح او د مصنوعي ځيرکتيا چارو د اداره کولو په شمول برخو کې واقعي ګامونه پورته کړي، د مخ پر ودې هېوادونو له پرمختګ ملاتړ او مرسته برابره کړي. ځينې هېوادونه د ملي امنيت مفکوره په عمدي توګه پراخوي، په خپل کوچني انګړ کې لوړ ديوالونه جوړوي، پر زياتو هېوادونو يواړخيز بنديزونه لګوي او نړيوال اکمالاتي ځنځير خرابوي. دا ډول ناسم کارونه بايد د مختلفو هېوادونو لخوا رد شي.