ايران د امريکا پر پخواني ولسمشر دونالډ ترمپ په بريد کې د لاس لرلو تور رد کړ
CMG2024/07/17 10:35:50
شريکول:

 په ملګرو متلونو کې د ايران دايمي استازي پر ځايي وخت د جولای په ۱۶مه نېټه ويلي، د امريکا پر پخواني ولسمشر دونالډ ترمپ په بريد کې د لاس لرلو په اړه پر ايران تور بيخي بې بنسټه دی او تبعيض لري.

د ايران خارجه وزارت وياند ناصر کنعاني هم د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه پر خپل هېواد اړوند تور رد کړی او ويلي يې دي، ايران به د دونالډ ترمپ پر ضد دعوا وړاندې کړي، ځکه چې هغه د ايران د انقلابي ګارډ د پخواني قوماندان قاسم سليماني د پټې وژنې په پلانولو کې برخه اخيستې ده.