په غزه کې د اوسنیو کنډوالو د پاکولو لپاره ۱۵ کلونو ته اړتیا لري
CMG2024/07/17 14:03:38
شريکول:

په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې د جولای په ۱۵مه نېټه د  ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام ادارې په قول وویل، په غزه کې د ۴۰ میلونو ټنو کنډوالو د پاکولو لپاره ۱۵ کلونو ته اړتیا لري. دغه کار څه باندې سلو لاریو ته اړتیا لري او لګښت به یې له ۵۰۰ میلیونو ډالرو څخه واوړي.

یادې ادارې دغه راز ویلي، په غزه کې کنډوالې د ځايي وګړیو ژوند ګواښي، ځکه چې ښايي چاودېدونکي او زهرجن مواد پکې موجود وي.

د اسرائیلي پوځونو د تېر جون په پای کې شمېرنې خپرې کړې چې د تېر کال په اکتوبر کې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د نوې دورې شخړې له پيل راهیسې، د اسرائیل جنګي الوتکو پر غزه ۵۰ زره بمونه غورځولي او اټکل کېږي چې پکې ۲زره یا ۳ زره بمونه نه دي چاودېدلي.