چين افغانستان ته د مرستو لومړۍ جوپه وسپارله
CMG2024/07/17 16:02:39
شريکول:

له افغان کډوالو سره د چين د ژمنه شوې مرستې لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده او د جولای په ۱۶ مه يې د سپارلو په مراسمو کې په کابل کې د چين لوي سفير جاو شينګ او د افغانستان د لنډمهالي حکومت د کډوالو چارو سرپرست وزير خليل الرحمان حقاني ګډون کړی و.

د چين سفير جاو شينګ دغو مراسمو ته په وينا کې وويل، چې له افغانستان سره د چين مرسته د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې د پلي کېدو ښودنه کوي.

نوموړي باور ښودلی، چې د افغانستان وګړي به هرومرو د بېلا بېلو برخو په مرستو له ستونزو ووځي او خپل کورونه به ژر بيا جوړ او ورغوي.

د افغانستان د لنډمهالي حکومت د کډوالو چارو سرپرست خليل الرحمن حقاني د چين له مرستو څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې دا په افغانستان کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو په برخه کې ډېر اهميت لري.

نوموړي زياته کړه، چې افغانستان به له دغو مرستو ښه استفاده وکړي او پر اړو کسانو به يې وويشي.