روسیه: د امریکې اېکسپتېشنالیزم څواړخیزم ګواښي
CMG2024/07/17 14:01:49
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنیت د جولای په ۱۶مه نېټه د نړیوال نظام او څواړخیزې همکارۍ په اړه یوه مباحثوي غونډه ترسره کړه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګې لاوروف د دې غونډې مشري وکړه او په خبرو کې یې نیوکه وکړه، چې د امریکې په خوله کې د اصولو پر بنسټ د نړیوالو مقرراتو نظریه په حقیقت کې د دغه هېواد تسلط غوښتنه ده او څواړخیزم ګواښي.

نوموړي وویل، د امریکې اېکسپتېشنالیزم ( Exceptionalism) څواړخیزم او نړیوال قانون ګواښي او له امله یې د امنیت شورا څو پرېکړې نه شي پلې کېدای.

لاوروف زیاته کړه چې ناټو په پر له پسې توګه په اسیا او ارام سمندر سیمه کې ستونزې رامنځته کړې، د خپلو ملګرو او نورو هېوادونو ګټې یې زیانمنې کړې او د سیمې د ثبات اصول يې نقض کړي دي.