معیشت د خلکو د خوښۍ او ټولنیزې همغږۍ بنسټ دی
CMG2024/07/17 19:05:44
شريکول:

د ۲۰۱۹م کال په اپرېل کې د چین دولت رئیس شي جين پينګ د الوتکې، اورګاډي او موټر په شمول په ۳ ټرانسپورټي وسیلو سره د غرونو منخ کې يوه کوچني کلي یعنې د چونګ چینګ ښار د شه جو ولسوالۍ هوا شي کلي ته ورسېد. 

شي جين پينګ د چين د رهبر په توګه، زياتره وخت له پلازمېنې بېجينګ څخه بېلا بېلو ځايونو ته د عمومي ټولنیز وضعيت د درک کولو او د ځانګړو قضيو د څېړلو لپاره سفرونه کوي، تر څو د خلکو د ژوند د ډاډمنولو کیلیدي مسئلې وپېژني او د اصلاحاتو او پرمختګ په بهیر کې سختې ستونزې له منځه یووسي.

رئيس شي جین پينګ د سفر په ترڅ کې اړوندو چارواکو ته وویل چې باید په بیړنۍ توګه خپل مسؤلیت ادا کړي او خپل کار په ښه توګه ترسره کړي. هغه وویل چې پرمختګ باید په داخلي ځواک تکیه وکړي او پردۍ مرستې دوامداره نه وي او باید تکیه ورباندې ونه شي. 

د چین د دولت رئیس په توګه د شي جين پينګ تر ټاکل کېدو وروسته، هغه په وار سره په ۸ کلونو کې دغه هېواد کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو پروژې پلې شوې چې د نړۍ پام یې ځانته جلب کړ. د چين نږدې ۱۰۰ مليونه بېوزله کليوال له بېوزلۍ څخه راوتلي، د نړۍ د اقتصاد په تاریخ کې یوه معجزه رامنځته شوې او د چینایانو د فقر د له منځه وړلو او سوکالۍ ته د رسېدو په اړه د چین د کمونېست ګوند ژمنه یې هم پوره کړه.

شي جين پينګ وويل، معیشت د خلکو د خوښۍ او ټولنیزې همغږۍ بنسټ دی. هغه د دغه اصلي هوډ په خپلولو سره د خلکو په مرکزیت د پرمختګ مفکوره وړاندې کړه. د ده په وینا، د ښه ژوند لپاره د خلکو د هيلو پوره کول زموږ موخه ده او د اصلاحاتو هراړخيزه ژورتيا بايد د ټولنيز عدالت او د خلکو د هوساینې د ښه والي پر بنسټ ولاړه وي.