بېجينګ: د دوو هېوادونو طرحه د منځني ختیځ د مسئلې یوازینۍ حللار ده
CMG2024/07/18 14:32:00
شريکول:

 په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د جولای په ۱۷مه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فلسطین او اسرائيلو مسئلې په علني بحث کې وويل، چې د دوو هېوادونو طرحه د منځني ختیځ د مسئلې یوازینۍ حللار ده.

فو څونګ وویل، له لسګونو کلونو راهیسې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ په وار وار د تقابل اصلي لامل دا دی، چې د دوو هېوادونو طرحه نه ده پلې شوې او د فلسطینیانو د یوه خپلواک هېواد د جوړولو حق نه دی ادا شوی. غزه د فلسطین او د فلسطین د خلکو ده. چين له هغو په کلکه ملاتړ کوي، چې فلسطینان خپلواک شي او مشري به يې فلسطينيان وکړي. چین د نړیوالې سولې لپاره په لوړه کچه د غونډې د رابللو غوښتنه کوي، څو د دوو هېوادونو طرحې د پلې کولو لپاره دقيق پلانونه جوړ کړي.