د چین میډیا ګروپ د پاریس اولمپيک لوبو منعکسولو لپاره ۱۰ غوره نوښتي ټکنالوژۍ معرفي کړې
CMG2024/07/18 10:49:33
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د جولای په ۱۷مې نېټې په بېجينګ کې د پاريس اولمپيک لوبو منعکسولو لپاره د اړوندو نوښتي ټکنالوژيو د ښودلو غونډه تر سره کړه.

په دغه غونډه کې د چين ميډيا ګروپ ۱۰ نوښتي ټکنالوژۍ په لومړي ځل ښودل شوې دي.

د چين ميډيا ګروپ د پاريس اولمپيک لوبو کې له نورو بهرنيو رسنيو نه د زياتو سپورټي پروګرامونو د خپرېدو دندې پر غاړه لري.

د چين ميډيا ګروپ به د ۲۰۲۴ کال لپاره د پاريس اولمپيک لوبو د منعکسولو لپاره خورا صاف ويډيويي سيګنال په خپرېدونکو دندو کې وکاروي او د مصنوعي ځيرکتيا، ۵جي او  کلاوډ پېلټفورم له نويو ټکنالوژيو څخه به ګټې پورته کړي. دغه راز دغه ميډيا ګروپ به د خپل ځانګړي خپرېدونکي سيستم او سامان الاتو په کارولو سره په زياتو چينلونو او وسايلو کې د پاريس اولمپيک لوبو ډول ډول پروګرامونه خپاره کړي.

د ۲۰۲۴ کال د اولمپيک لوبو په موده کې به د چين ميډيا ګروپ د ويډيويي سيګنالو خپرېدو په پار د سور رنګ تر ټولو پرمختللی موټر پاريس ته ورسېږي او د 8K په معيار د مشترکو ويډيويي سينګال په جوړولو کې به رول ولوبوي.

 

( سپوږمۍ)