د امریکا د فدرالي رزرف راپور: په راتلونکو شپږو میاشتو کې ښايي د دغه هېواد اقتصادي وده ورو شي
CGTN2024/07/18 11:03:26
شريکول:

د امریکا مرکزي بانک يا فدرالي رزرف په ځايي وخت د جولای په ۱۷مه نېټه د اقتصادي حالاتو په اړه نصواري کتاب خپور کړ، چې له مخې يې د دغه هېواد  په ډیرو سیمو کې د جاري دمې اقتصادي فعاليتونو لږ او منځنی زیاتوالی ساتلی ، د اوو سیمو په اقتصادي فعالیتونو کې يې یو څه زیاتوالی او د پنځو سيمو اقتصادي فعاليتونه بيا په پخواني حالت کې او يا يو څه کموالی ښيي.

د یو شمېر سیمه ایزو بانکونو په وینا، په دې وروستیو کې د کورنیو په لګښتونو کې  بدلون نه دی راغلی او په ډېرو سيمو کې مصرف او سوداګريزو پورونو ته د اوسېدونکو اړتيا کموالی ښيي.

په دغه نصواري کتاب کې همدارنګه راغلي، چې د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو ، کورنيو تګلارو، جيوپوليتيکس تاوتريخوالي او انفلاسيون د اغېزو له کبله ښايي په راتلونکو شپږو میاشتو کې د دغه هېواد اقتصادي وده ورو شي.