د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان د جولای په ۱۷مې نېټې د يوې نوبتي خبري ناستې په ترڅ کې ويلي، چين تل له فليپين سره په سلامشوره د سمندري مسئلو د مناسب حل په هڅه کې دی.
هغه څرګنده کړه، چين او فليپين د روانې مياشتې په پيل کې د جنوبي سمندرګي مسئلې په اړه د دوه اړخيزې سلامشورې ميکانيزم په ۹مه غونډه کې د تماس نيولو اړوند ميکانيزم د بشپړولو په اړه د نظريو تبادلې کړې او موافقه يې کړې چې د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتانو او سمندري پوليسو ترمنځ ډيالوګ او تماس نيول زیات کړي او په ګډه د سمندر او د دوه اړخيزو اړيکو حالت ثبات وساتي.