د نړيوال امنيت نوښت څېړنيز مرکز د جولای په ۱۸ مه په بېجینګ کې جوړ شوی او په همدې ورځ يې د نړیوال امنيت نوښت د پلي کېدو د وضعيت لومړی راپور خپور کړ.
د چين دولت رئیس شي جين پينګ د ۲۰۲۲م کال په اپريل کې د بشر د سرنوشت او برخليک په پار د نړيوال امنيت نوښت وړاندی کړی او پکې يې د نړيوال امنيت پر وړاندې له ننګونو سره د مقابلې لپاره د چين پلان بيان کړی دی.
په یاد راپور کې د دغه نوښت د پلي کېدو د راسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې شوي دي.
تراوسه د شي جين پينګ له ياد نوښت څخه تر ۱۰۰ زیاتو هېوادونو او نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو ملاتړ څرګند کړی او د دغه نوښت اصلي نظريې له نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره د چين د دوو اړخيزو همکاريو په سندونو کې ليکل شوې دي.