چين له امريکا سره د پوځي وسايلو او پرسونلو د کنټرول په تړاو محث ځنډولی
CMG2024/07/18 15:15:44
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جولای په ۱۷مه نېټه د دغه وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا په دې وروستيو کې د چين له احتجاج سره سره بيا هم پر تايوان وسلې پلورلې او د چين مهمو ګټو او د دواړو خواوو ترمنځ سياسي اعتماد ته يې زيان رسولی، چې په خاطر يې د پوځي وسايلو او پرسونلو د کنټرول او د حساسو پوځي تخنيکونو او موادو د مخنيوي په تړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوي پړاو بحث سياسي فضا ډېره خرابه شوې ده او چین دغه وضعيت ته په کتو د دغه بحث د ځنډولو پرېکړه کړې ده.

لين جيان وويل، د اوسنۍ ستونزې پړه باید امریکا ومني او چين به د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او ګټورې همکارۍ پر بنسټ له امريکا سره د نظر تبادلې وساتي، خو امريکا بايد د چين ملي ګټو ته درناوي وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرې اترو لپاره اړينه زمينه برابره کړي.