د چین د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې اعلاميه خپره شوه
CGTN2024/07/18 19:49:28
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه د جولای له ۱۵ مې نېټې څخه تر ۱۸ مې نېټې پورې په پلازمېنه بېجينګ کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د چين د کمونېست ګوند هغه کاري راپور چې د دغه هېواد دولت رئيس شي جين پينګ ا د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو په سپارښتنې وړاندې کړی، واورېد او بحثونه پرې وشول او  د چين د اصلاحاتو د هراړخيزو ژورولو او د دغه هېواد د عصريتوب د پرمخبيولو په تړاو پرېکړه وجاجول او تصويب شوه.  شي  جين پينګ د يادې پرېکړې د مسودې په اړه د غونډې ګډونوالو ته توضيحات ورکړل.

په دغه غونډه کې اشاره شوې، چې د چين د اصلاحاتو د هراړخيزو ژورولو عمومي موخه د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم ښه کول او ورته پرمختګ ورکول او د دغه هېواد د حکومتوالۍ د سيسټم او توان عصري کول دي.

په غونډه کې ټاکل شوې، چې چين به په۲۰۳۵ م کال کې د لوړې سويې سوسياليستي بازاري اقتصادي سیسټم جوړ کړي، چيني ځانګړتيا لرونکی سوسيالیستي نظام لا ښه کړي، د هېواد د حکومتوالۍ د سيسټم او توان عصريتوب او سوسياليستي عصريتوب په بنسټيزه توګه رامنځته کړي، څو د روانې پېړۍ په نيمايي کې د عصري او پياوړی سوسياليستي هېواد په توګه د چين د ابادۍ لپاره ټينګ بنسټ جوړ شي.

په دغه غونډه کې همدارنګه پرېکړه شوې، چې چين به د لوړې سويې سوسياليستي بازاري اقتصادي سيسټم د جوړولو ، د ټول بهير ولسي ډيموکراسۍ پر پراختيا، د کلتور پرمختګ، د خلکو د ژوند کيفيت د لوړولو، د چاپيريال د ښکلا کولو، د ټولنې د امنيت ساتلو او د ګوند د مشرۍ سويې او د واکمنۍ توان د لوړولو پر چارو تمرکز وکړي او د اصلاحاتو چارې به پرمخ يوسي.

په  دغه غونډه کې پر دې ټينګار شوی، چې چين به د ورخلاصون اساسي ملي پاليسۍ ته دوام ورکړي او لا لوړه سويه لرونکی او پرانيستی اقتصادي سيسټم به جوړ کړي او د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ ميکانيزم به ښه کړي.