د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړو هېوادونو د چين د پرمختګ او لاسته راوړنو ستاينه وکړه
CMG2024/07/18 10:35:20
شريکول:

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د جولای په ۱۷مه نېټه د چين د سوداګريزو تګلارو د څېړنې لپاره نهمه غونډه پیل کړه. په دغه غونډه کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو  استازو د چين پرمختګ او لاسته راوړنې وستايلې، د نړيوال اقتصاد په پراخولو او د څواړخيز سوداګريز ميکانيزم په ساتلو  کې د دغه هېواد د خدمتونو او د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارو په اړه يې مثبته ارزونه وکړه.

په دغه غونډه کې د دې سازمان د غړو هېوادونو استازو وويل، چې په ۲۰۲۳م کال کې د چين اقتصاد ۵ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښودلی او د کرونا وبا تر رامنځته کېدو وروسته  يې د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په برخه کې مهم رول لوبولی دی، او په وينا يې، د چين د سوداګرۍ نړيوال سازمان د زياترو غړو هېوادونو تر ټولو مهم سوداګریز همکار او د دې سازمان يو مهم او مسئوليت منونکی غړی دی او په دغه سازمان کې یې فعال او رغنده رول لوبولی دی.

نوموړو هيله ښودلې، چې چین له څواړخيزم او نړيوال پرمختګ ملاتړ ته دوام ورکړي او د سوداګرۍ نړیوال سازمان په اصلاحاتو کې زیات لارښوونکی رول ولوبوي.