د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې درېيمې عمومي غونډه کې مهم وړانديزونه تصويب شول
CMG2024/07/18 18:16:06
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه د ۲۰۲۴م کال د جولای له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې ۱۹۹ اصلي غړو او ۱۶۵ نوماند غړو په دې غونډه کې ګډون درلود. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ډسپلين د څار کمېسيون غړو او د اړوندو برخو مسئولينو، د کمونست ګوند د شلم ملي کانګرس ځينو کارپوهانو او کارمندانو هم په دې غونډه کې ګډون درلود.

د دې غونډې مشري د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو پر غاړه وه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ دې غونډې ته مهمه وينا وکړه.

په دغه غونډه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو په سپارښتنه د شي جين پينګ کاري راپور واوريدل شو او ورباندې بحث وشو. په دغه غونډه کې «د هراړخيزو اصلاحاتو ژورتيا او د چيني شکله عصري کېدو د هڅونې په هکله د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پريکړه» منظور شوه او شي جين پينګ د دې لايحې په اړه مباحثوي بحث کې معلومات ورکړل.