سيرګي لاوروف: له لوېديځ سره د اروپا د امنيت په اړه مذاکراتو ته چمتو يو
CMG2024/07/18 15:17:13
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د جولای په ۱۷مه نېټه د ملګرو ملتونو په مقر کې په خبري ناسته کې وويل، روسيه چمتو ده چې د دغه هېواد او اوکراين تر منځ د شخړې او د اروپا امنيت په هکله له لوېديځ سره خبرې اترې وکړي. خو د روسيې او اوکراين د شخړې د حلولو لپاره بايد عیني وضعيت په پام کې ونيول شي او لوېديځ هېوادونه بايد اوکراين ته د وسلو لېږدول بند کړي.

سر بيره پر دې، نوموړي بيان وکړ چې روسيه غواړي د امريکا له مشرانو سره د متقابل درناوي پر بنسټ سلا مشورې وکړي. که څه هم روسيه له سختو بنديزونو سره مخامخ ده، خو خپلمنځي دوه اړخيزې خبرې اترې بايد شتون ولري.