د چین د اصلاحاتو د هراړخیزې ژورتیا او د چیني شکله عصري کېدو د پرمخ بېولو په اړه پرېکړه کې څه باندې ۳۰۰ تدبيرونه ټاکل شوي
CGTN2024/07/19 11:58:03
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د جولای په ۱۹مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د دې ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې د درېیمې عمومي غونډې روحیې په اړه تفصیلات په ډاګه کړي دي.

په یاده درېيمه عمومي غونډه کې د چین د اصلاحاتو د هراړخیزو  ژورولو او د چیني شکله عصري کېدو د پرمخ بېولو په اړه پرېکړه تصویب شوې ده.

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تګلارو د څېړنیز دفتر مرستیال تانګ فانګ یو په دغه خبري ناسته کې وویل، په یاده پرېکړه کې د ۱۵ برخو ۶۰ مادې شاملې دي او د میکانیزم او نظامونو د اصلاحاتو په هکله څه باندې ۳۰۰ تدبيرونه پکې دي، ځینې یې پر پخوانیو تدبيرونو بشپړ کړي، ځینې یې د اوسنیو حالاتو له مخې نوي اقدامات دي.