د چیني شکله عصري کېدو بهير د چټکولو لپاره د چین د کمونېست ګوند کليدي اقدام
CMG2024/07/19 15:14:25
شريکول:

 کله چې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې درېیمه غونډه جوړېږي، د ګوند مرکزي کمېټه به د «اصلاحاتو» او «ورخلاصون» د مهمې مسئلې په اړه څېړنه وکړي. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له څه باندې ۴۰ کلن بهیر څخه راپه دېخوا، د دغه هېواد د پرمختګ په هره حساسه دوره کې، چینایان د اصلاحاتو او ورخلاصون د نويو تګلارو لپاره لوړې هیلې لري. د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه د جولای له ۱۵ مې نېټې څخه تر ۱۸ مې نېټې پورې په پلازمېنه بېجينګ کې ترسره شوه. دغه غونډه د چین د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهیر کې یو بل مهم ګام بلل کېږي.

د غونډې د ګډونوالو په اند، چين په هراړخيزه توګه د چيني شکله عصري کېدو له لارې د يو پياوړی هېواد د ابادۍ او د ملت د بيا سمسورتيا مهمې دورې ته داخل شوی دی. د چين دولت رئیس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې اصلاحات او ورخلاصون هغه کليدي اقدام دی چې د چيني شکله عصري کېدو په لور د چين د لارې د برياليتوب يا ناکامۍ ټاکنه کوي.

په دغه غونډه کې د چين د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتیا او د چيني شکله عصري کېدو د پرمخ بېولو په تړاو پرېکړه لیک تصويب شو چې په کې د چيني شکله عصري کولو لارې پر وړاندې د نويو حالاتو او ستونزو په اړه په ژوره توګه څېړنه شوې او د چيني شکله عصري کولو د لارې په اوږدو کې د اصلاحاتو د لاژورتيا لپاره عمومي پلان جوړ شوی دی. ویلی شو چې دا د چین د کمونېست ګوند لپاره د نوې زمانې په کلیدي پړاو کې د هېواد د ادارې او چلولو لپاره یو لارښود سند دی. 

چينايان څنګه کولای شي  چې په هر اړخیزه توګه د هېواد اصلاحات لا ژور کړي؟ دغه پرېکړه ليک د چيني شکله عصري کېدو د ځانګړتياوو او داخلي اړتياوو په اړه ځانګړي تدبيرونه وړاندې کړي دي. د بېلګې په توګه، په دغه سند کې ټاکل شوی، چې چين به د يو متحد ملي بازار جوړ کړي او د بازاري اقتصاد بنسټيز سيسټم به ښه کړي، کوم چې د چيني شکله عصري کولو د لارې مهم ضمانت بلل کيږي. دغه راز چين به له سيمه ييزو شرايطو سره سم د نوي کيفيت لرونکي توليدي قوتونو د جوړولو لپاره د سيسټم او ميکانيزم ښه کړي، د ريښتيني اقتصاد او ډيجيټلي اقتصاد ژور ادغام به پياوړی کړي او د خدماتي چارو د پرمخبيولو او د عصري بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو سيسټمونه او ميکانيزمونه به ښه کړي. سربېره پر دې، په دغه پرېکړه لیک کې د ملي کلتوري نوښتګر ځواک د هڅولو او د نړيوالو اطلاعاتو او مطبوعاتو د لا اغېزناک سیسټم د جوړولو دندې هم وړاندې شوې دي.

د " اصلاحاتو له هراړخیزې ژورتيا" څخه " د اصلاحاتو تر لا نورې هراړخیزې ژورتيا" پورې، رئیس شي جين پينګ اصلاحات او ورخلاصون د کليدي اقدام په توګه کارولي چې د اقتصادي نظامونو اصلاحات تر سره کړي، د ټولنیز عدالت او د خلکو هوساینې ته وده ورکړي چې  په دوامداره او هر اړخیزه توګه د چیني شکله عصري کولو په لاره کې نوی خوځنده ځواک برابر کړي.