د اندونيزيا د بهرنيو چارو پخواني وزير حسن ويراجودا په دې وروستيو کې د چين ميډيا ګروپ له خبريالانو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، هغه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د دغه هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون د مفکورې او تدبيرونو ستاينه کوي.
نوموړي زياته کړه، چې چين د خپل پخواني برم او برياليتوب او دوديز تعامل د پلي کولو په ترڅ کې ژورو اصلاحاتو ته هم پام کړی او دا د چين د سترو موخو د تر لاسه کولو يو مهم لامل هم دی.
نوموړي باور ښودلی، چې د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه به په بشپړه توګه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير ژور کړي.
نوموړي زياته کړه، چين او د اسيان هېوادونه له اوږدې مودې راهيسې د پرمختګ په اړه ګډې نظريې شريکې کړې. د چين وړاندیز شوې د زرغون پرمختګ نظريې د اسيان د هېوادونو له غوښتنې سره سمون خوري.
د حسن په اند، چين او د اسيان هېوادونو د نوي انرژۍ او زرغون پرمختګ په برخه کې د همکارۍ غوره او پراخ راتلونکی خپل کړی دی.