د اروپايي پارلمان عمومي غونډه د جولای په ۱۸مه نېټه تر سره شوه او پکې يې د مېرمن اورسولا ونديرلين د اروپايي کمېسيون د مشرې په توګه د بيا ټاکل کېدو لايحه تصويب کړه.
ونديرلين به په راتلونکو پنځو کلونو کې د اروپايي ټولنې د اداري ارګان يا اروپايي کمېسيون مشري په غاړه ولري.
نوموړې تر دې مخکې په ۲۰۱۹م کې دغه مقام ته د لومړي ځل لپاره ټاکل شوې وه.