د چين د بهرنيو چارو وزارت د کمربند او لارې ابادۍ تازه پرمختګونه څرګند کړل
CMG2024/07/19 14:50:14
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جولای په ۱۸مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۳م کال کې په لومړي ځل د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز وکړ. له تېرو ۱۰ کلونو راهيسي، چين له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د دغه وړانديز د پلي کولو لپاره هڅه کړې دي او په نتيجه کې يې دغه وړانديز د ورخلاصون، ټولشمولیت، ګډو ګټو او همکارۍ په برخه کې يو نړيوال همکاریز پلاټفورم ګرځېدلی دی.

نوموړي زياته کړه، له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ ډېرې موخې ترلاسه شوې دي. چين له ۱۵۰ زياتو هېوادونو او له ۳۰ زياتو نړيوالو سازمانونو سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ تړونونه لاسليک کړي دي.

په تېر ۲۰۲۳م کال کې د کمربند او لارې له ابادوونکو هېوادونو سره د چين د مالونو د سوداګرۍ ارزښت ۱۹.۵ ټريليونو  يوانو ته رسېدلې، چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله ٪ ۲.۸ زياتوالی ښيي او د چين د وارداتو او صادراتو په عمومي ارزښت کې يې ٪ ۴۶.۶ نيولې او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.