اسرائيل د اوربند مسودې په وروستي کولو کار کوي
CGTN2024/07/19 09:58:40
شريکول:

د اسرائيلي لوري سرچينې وايي، له هغه وروسته چې د دغه هېواد صدراعظم نيتانياهو په غزې کې د اوربند او د بنديانو د تبادلې وروستي شرايط وړاندې کړي، اسرائيلي لوري د نوي تړون تسويد پيل کړی، څو د نيتانياهو هغه غوښتنه پوره کړي، چې د هراړخيز اوربند په لومړۍ مرحله کې اسرائيل په غزې تړانګې، د مصر پولې ته نږدې فلاډيلفيا دهليز  او د رفح بندر د غزې اړوندې برخې کې د کنټرل حق وساتي او د غزې شمال ته د دې تړانګې د وسله والو کسانو د بېرته ستنېدو مخه ونيسي.

د اسرائيلو مرکچي پلاوی په دې اند دی چې دغه نوی تړون به د مذاکراتو ټکنی حالت پای ته ورسوي، خو له حماس سره يې د دغه تړون د تفصیلاتو په اړه خبرې اترې څو اوونيو ته اړتيا لري.