د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې له ګوند څخه دباندې له شخصیتونو سره مباحثوي غونډه ترسره کړه
CMG2024/07/19 15:41:43
شريکول:

د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې څو ورځې مخکې په بېجینګ کې له ګوند څخه دباندې له ځینو شخصیتونو سره مباحثوي غونډه ترسره کړه او په دغه غونډه کې د اصلاحاتو د هراړخیزې ژورتیا او د چیني شکله عصري کېدو بهیر د پرمخ بېولو په هکله د مختلفو ډيموکراتیکو ګوندونو د مرکزي کمېټو د مسئولینو، د صنعت او سوداګرۍ د دولتي ټولنې د مسئولینو او د غیر ګوندیزو شخصیتونو وړاندیزونه او نظریې اورېدل شوې دي.

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د یادې مباحثوي غونډې مشري وکړه او پر دې یې ټينګار وکړ، چې دغه نظریې او وړاندیزونه ارزښتناک دي. هغه له دغو شخصیتونو مننه څرګنده کړه.

شي جين پينګ وویل، په چین کې د اصلاحاتو د هراړخیزو ژورولو لپاره باید له ستونزو او خنډونو څخه ډډه وشي، او د خلکو ګډې نظریې دې پياوړې او راټولې شي.