په ټول چین کې ۲۵۰ ميلیونه کسانو لوړې زده‌کړې کړې دي
CGTN2024/07/19 15:24:44
شريکول:

نن د جولای په ۱۹مه د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې په مطبوعاتي غونډه کې معلومات ورکړل شوي، چې په دغه هېواد کې د هغو کسانو شمېر چې لوړې زده کړې يې کړې دي، ۲۵۰ ميليونو تنو ته رسېدلی او په دې سره دغه هېواد د نوښتګرو او مخکښو هېوادونو په کتار کې راغلی دی.

یاده مطبوعاتي غونډه د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې لپاره چې د جولای له ۱۵ مې تر ۱۸ مې پورې د دغه هېواد د اصلاحاتو پر ژورولو وڅرخېده، ځانګړې شوې او د دغه هېواد د یو شمېر ادارو مسئولينو پکې اړوند معلومات ورکړي دي.

د چين د ښوونې وزير هوای جين پنګ په دغه غونډه کې وويل، چې په چين کې د نړۍ تر ټولو لوی ښوونيز سيسټم فعال شوی او د زده کړې د ترویج کچې يې د منځني او لوړ عايد لرونکو هېوادونو له منځنۍ سويې لوړه شوې. د نويو ګومارل شوو کارکوونکو د زده کړې تجربې اوسط وخت له ۱۴ کلونو زيات شوی دی،  د څېړونکو کارکوونکو شمېر يې په نړۍ کې تر ټولو زيات دی او د څېړنيزو چارو لپاره لګښت يې د نړۍ دوهم ځای خپل کړی دی.