د اروپا د مديترانې سمندر د زلزلې څارنيز مرکز خبر ورکړ، چې د جولای د ۱۸مې نېټې د شپې په ۱۰ بجو او ۴۴ دقيقو د افغانستان د هندوکش په سيمه کې د ۴.۹ درجو په سختوالي زلزله وشوه.
د پلازمېنې کابل په شمول په ځينو ښارونو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.
تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې راپور نه دی خپور شوی.