د چين دروازې پرانيستې دي او لا ډېرې به پرانيستل شي
CMG2024/07/19 18:14:33
شريکول:

په وروستيو کلونو کې اقتصادي نړيوالتوب د نړيوال کېدو ضد احساساتو تر سيوري لاندې راغلی، داسې چې ځينو لويديځو هېوادونو پانګې، صنايع او دندې بېرته خپلو هېوادونو ته ورګرځولې دي او بهرنۍ کمپنۍ د ملي امنيت د خونديتابه په پلمه تر بندیزونو لاندې راولي. پر دې سربېره ځينې لويديځې رسنۍ چين د ورخلاصون په برخه کې په شاتګ تورنوي او د بازاري اقتصاد پر وضعيت له پوهېدو یې انکار کوي. مهمه نه ده چې د چين ورخلاصون په کومه کچه دی، خو ښکاري چې دغه هېواد به هېڅکله د لويديځ معيارونه پوره نه کړي.

مګر ايا د چين ورخلاصون په رښتيا همدومره کم دی، څومره چې تور ور پورې کيږي؟

لاندې ارقام به په وضاحت سره څرګنده کړي چې د پورتنۍ پوښتنې ځواب نه دی. چين له اوو پر له پسې کلونو راهيسې د نړۍ په کچه د توکو د پلورلو تر ټولو لوی هېواد دی. د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د موټرو، بېړيو او برېښنايي تجهيزاتو د صادراتو ارزښت د مخکنيو کلونو په نسبت په ترتيب سره ۲۲.۲ سلنه، ۹۱.۱ سلنه او ۲۵.۶ سلنه لوړ شوی دی.

چين د لوی شمېر هېوادونو وګړو ته اجازه ورکوي چې له وېزې پرته دغه هېواد ته سفر وکړي. د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نيمايي کې څه باندې ۱۴ ميليونو بهرنيانو چين ته سفر کړی او د هغو کسانو شمېر هم کال تر بله دوه چنده کيږي چې له ويزې پرته چين ته سفر کوي. دې ته د ورته ګڼ شمېر نورو لويو ګامونو په اخيستلو سره د چين ورخلاصون لا پراخيږي او د بهرنۍ پانګونې لپاره لا ډير فرصتونه رامنځته کيږي.

د نړيوالتوب ضد احساساتو له شتون سره سره به د چين ورخلاصون دوام ولري او لا ډير به پراخ شي. د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې په اعلاميه کې ويل شوي: «ور خلاصون د چیني بڼې عصريتوب تعريفوونکې ځانګړنه ده. موږ بايد بهرنۍ نړۍ ته د ورخلاصون د دولتي سياست اساساتو ته ژمن پاتې شو او د ورخلاصون له لارې د اصلاحاتو پياوړي کولو ته ادامه ورکړو. د چين د ستر بازار د قوت له نقطې په استفادې سره به وکولی شو چې خپل ورخلاصون او له نورو هېوادونو سره اړيکې پراخې او د لوړ معيار پرانيستي اقتصاد لپاره نوې ادارې رامنځته کړو. موږ به اداري ورخلاصون پراخ کړو، د بهرنۍ سوداګرۍ چوکاټي اصلاحات به رامنځته کړو، د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې سيستمونه به اصلاح کړو، د سيمه ييز ورخلاصون پلانونه به تقويه کړو او د کمربند او لارې وړانديز په چوکاټ کې به د لوړ کيفيت همکاريو ميکانيزمونه تصحيح کړو».

د لوړې کچې ور خلاصون جريان لري

چين په فعال ډول په ټولو اړخونو کې د لوړې کچې ورخلاصون ته وده ورکوي. د چين د کمونيست ګوند له اتلسم ملي کانګريس راهيسې رييس شي جين پينګ په ډيريدونکي ډول د اصلاحاتو لپاره پر ورخلاصون ټينګار کوي. هغه په دوامداره توګه د لوړ معيار نړيوالې سوداګرۍ او اقتصاد له اصولو او د مقرراتو، مديريت او معيارونو په څېر په مختلفو برخو کې له پراخېدونکي اداري ورخلاصون سره د فوق العاده فعال مطابقت پر اړتيا ټينګار کوي. د دغه ليدلوري موخه د ورخلاصون او لوړې کچې پرانيستې اقتصاد د رامنځته کولو لپاره د يوه نوي بريد ټاکنه ده. په غونډه کې رييس شي د اداري ور خلاصون د مسلسلې پراختيا پر ارزښت ټينګار وکړ.

د لوړې کچې اداري ورخلاصون مانا دا ده چې د توکو له پلورلو به د چين تمرکز د خدماتو پلورلو او د توکو او توليدي عواملو له ازاد جريان څخه پر قوانينو ولاړ اداري ورخلاصون ته ور واوړي. په وروستيو کلونو کې چين له اروپايي اتحادیې د پانګونې د جامع تړون پر سر مذاکرات بشپړ او د ټرانس – پاسفيک مشارکت له جامع او پرمختيايي او دغه راز د ډيجيټلي اقتصاد د مشارکت له تړونونو سره د يو ځای کېدو غوښتنليکونه یې وړاندې کړل.

د چين د دولت رييس شي جين پينګ په مختلفو مناسبتونو کې څرګنده کړې چې نړۍ د چين له ښېګڼې ګټه اخلي او چين د نړۍ له ښېګڼې. د نړيوالتوب ضد احساساتو په ترڅ کې چين د لوړې کچې ورخلاصون، د لوړ معيار له نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو اصولو سره مطابقت، د اداري ورخلاصون ودې، د کورنيو او نړيوالو مارکېټونو او سرچينو تعامل، د بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ تقويه کولو او د نړيوالو اقتصادي همکاريو او رقابتونو له امتيازه د ګټې اخيستلو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. د چين د ورخلاصون او پراختيا عمليه او فلسفه له غيرفعال حالت څخه فعال حالت ته اوښتې ده او د نړيوالتوب د تقويه کولو لپاره یې چيني حل لارې وړاندې کړي دي.