انټونيو ګوترش د اسرائيلو لخوا د دوو هېوادونو طرحې له ویټو کېدو مایوسه دی
CGTN2024/07/19 10:33:32
شريکول:

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند د جولای په ۱۸ مه د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب پر مهال وويل، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوترش د اسرائيلو د پارلمان لخوا د دوو هېوادونو طرحې له ویټو کېدو مایوسه شوی دی.

یاد وياند د اسرائيلو د پارلمان ياده پرېکړه له نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له اړوندو پرېکړه ليکونو سره مخالفه بللې ده.

د اسرائيلو پارلمان په دې وروستيو کې په ۶۸ موافقو او ۹ مخالفو رايو يوه لايحه تصويب کړې او پکې يې د اردن سيند پر لوېديځې غاړې د فلسطين هېواد له جوړولو څخه مخالفت څرګند کړی دی.