چين به د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتیا له لارې نړۍ ته لا زيات نوي فرصتونه برابر کړي
CMG2024/07/20 14:57:00
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه د جولای له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې په پلازمېنه بېجينګ کې تر سره شوه. نړيوالو د دغې غونډې عمده لاسته راوړنې ته پاملرنه کړې ده. په دغه غونډه کې «د چين د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتیا او د دغه هېواد د عصريتوب د پرمخ بېولو په تړاو پرېکړه» تصويب شوه او په کې د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتیا عمومي هدف، مهالوېش او نقشې په سيستماتيکه توګه ترتيب شوې دي. دا په نوي پېر کې د چيني شکله عصري کېدو ته لوری روښانه کړی، نړۍ ته د چين د اصلاحاتو ټينګ هوډ يې رسولی. د اروپا «د عصري زمانې ډيپلوماسۍ» په مجله کې دې ته اشاره شوې، چې د دغې غونډې د لاسته راوړنې اهميت په ټولې نړۍ پورې تړاو لري.

۴۶ کاله مخکې د چين د کمونېست ګوند د يوولسمې مرکزي کمېټې له درېيمې عمومي غونډې وروسته د اصلاحاتو او ورخلاصون او د سوسياليزم د عصري کېدو د ابادۍ نوې تاريخي موده پرانيستل شوې، ۱۱ کاله مخکې د دغه ګوند د اتلسمې مرکزي کمېټې له درېيمې عمومي غونډې وروسته د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتیا، د سيستماتيک او د بشپړ ډيزاین له لارې د اصلاحاتو پرمخ بېولو نوې دورې او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون نوې بڼه پرانيستل شوې. په څه باندې لسو کلونو کې د اصلاحاتو څه دپاسه ۲۰۰۰ وړانديزونه نه يوازې د چين اقتصاد او ټولنې پرمختګ، بلکې نړۍ ته ستر بدلونونه رسولي دي. د اقتصاد او تجارت په بېلګه کې چين تر اوسه پورې د ۱۴۰ هېوادونو او سيمو عمده سوداګريز همکار دی او نړيوال اقتصاد ته يې هر کال له ۳۰سلنې څخه زيات خدمات برابر کړي دي.

خو د اصلاحاتو هراړخيزو ژورولو کارونه دې لا نور پياوړي شي؟ د هېواد بهر ته په کتو، په سلو کلونو کې بې ساري نړيوال بدلون د رامنځته کېدو په حال کې دی، د جيوپولیټيکس سياست حالت سخت دی، د نړيوال اقتصاد د احيا کېدو ځواک کمزوری دی، نو اصلاحات د بهرنيو ننګونو په وړاندې اړين ګام دی.  د هېواد داخل ته په کتو، د چيني شکله عصري کېدو د  هڅولو په وړاندې زيات پېچيلې مسئلې او تضادونه شته، د اصلاحاتو هراړخيزه ژورتیا اړینه ده چې د چيني شکله عصري کېدو ته به زياتې انرژۍ او د ميکانيزم ضمانت برابرولی شي، مخ ته په کتو، د نوې دورې د ساينس او ټېکنالوژۍ او د صنعتي چارو اصلاحات روان دي او بېلابېل هېوادونه د پرمختګ له نويو فرصتونو سره مخ دي، نو بايد د پر له پسې اصلاحاتو له لارې فرصتونه خپل کړي.

د رويټرز خبري اژانس دې ته پام اړولی، چې د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمې غونډې د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت او د توليدي چارو د عصري کېدو چارو ته په درنه سترګه کتلي دي. اوسمهال د چيني شکله عصري کېدو د ابادۍ لپاره کليدي کلمه د نوې باکيفيته توليدي ځواک دی، چې دا د باکيفيته پرمختګ پرمخ بېولو لپاره مهم بنسټ دی او باکيفيته پرمختګ د هراړخيز سوسياليزم د عصري کېدو هېواد د ابادولو لومړۍ دنده ده. په دغه غونډه کې پر دې ټينګار شوی، چې د مختلفو ځايونو د ځانګړتياوو له مخې دې د نوې باکيفيته توليدي انرژۍ د پرمختګ ميکانيزم او نظامونه بشپړ شي، د صنعتي اقتصاد او د ډیجيټلي اقتصاد د ګډ پرمختګ ميکانيزم دې بشپړ شي، چې نړيوال د چين د نوښت فرصتونه شريکولی شي.

ورخلاصون د چيني شکله عصري کېدو څرګنده نښه ده. د ورخلاصون له لارې د اصلاحاتو او پرمختګ هڅونه کول د چين د برياليتوب عملي تجربې دي، دغه راز نړۍ ته د پرانيستي شکل اقتصاد نظريې او وړانديز هم رسولی دی. په ياده  غونډه کې د لا لوړې سويې ورخلاصون لپاره نوي ترتيبات جوړ شوي، چې د ميکانيزمونو پر بنسټ ورخلاصون، د بهرنۍ سوداګرۍ د نظامونو اصلاحات، په چين کې د بهرنۍ پانګونې او په بهر کې د چيني تصديو د پانګونې د ادارې، د مختلفو سيمو د پرانيستلو جوړښت د غوره والي، په باکيفيته توګه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ ميکانيزم د بشپړولو په شمول چارې ټول په کې شامل دي. نړۍ به وپوهېږي، چې چين به خپله دروازه لا نوره پرانيزي او بېلابېلو هېوادونو ته هرکلی کوي، چې ګډ پرمختګ ومومي.

د ژورتیا له لحاظ، د چين د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتیا لاسته راوړنې او د اصلاحاتو د لا نورې هراړخيزې ژورتیا لپاره ترتيبات دا ثابتوي، چې په يو هېواد کې د عصري کېدو رامنځته کول نه يوازې د لوېديځو هېوادونو د ميکانيزم شکل نه دی، هر هېواد خپله لاره او طريقه لري. د چيني شکله عصري کېدو بهير پرمختيايي هېوادونو ته نوې لارې او ټاکنې پراخې کړې او د ښه ټولنيز ميکانيزم لپاره يې چيني لايحه برابره کړې ده.

اصلاحات به نه ځنډېږي، ورخلاصون به دوام ولري. په دې لاره کې نړيوالو د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د دوامدار ټينګ هوډ او باور ليدلی. د چيني شکله عصري کېدو بهير به د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې په پر له پسې ډول پرمخ یوسي، او خامخا پراخ راتلونکی لري او ټوله نړۍ د چين د پرمختګ ګټې ترلاسه کړی شي.