د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې ګوندي ډلې په يوه غونډه کې د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې روحيه زده کړې
CGTN2024/07/20 11:21:43
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې ګوندي ډلې د جولای په ۱۹مې نېټې يوه غونډه تر سره کړې، چې د دې هېواد د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمې عمومي غونډه کې د عمومي منشي شي جين پينګ مهمه وينا او د دې غونډې د سند روحيه يې زده کړې او د اړوندو اقداماتو د پلي کېدو په پار يې څېړنه کړې. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو دايمي غړی، د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر او د ګوندي ډلې مشر جاو له جي د يادې غونډې مشري او پکې یې وينا کړې.

ګوندي ډلې زياته کړې،‌ چې د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې د روحيې زده کول او پلي کول دې په اوسمهال او راتلونکي کې یوه مهمه سياسي دنده وګڼل شي، د ملي ولسي کانګرس د مسئوليت پر بنسټ دې په دغه غونډې کې  ټاکل شوې تقنيني او څارونکې دندې او اقدامات پلي شي، څو د اصلاحاتو د لا نورې هراړخيزې ژورتیا او پیاوړتیا لپاره ملاتړ او تضمين برابر شي.