ګوترېش به د فلسطین د غير قانوني اشغال په اړه د نړيوالې محکمې وړانديز عمومي اسامبلې ته ورکړي
CGTN2024/07/20 11:22:33
شريکول:

په ځايي وخت د جولای په ۱۹مې نېټې، نړیوالې محکمې له اسرائيل هېواد څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره د فلسطين پر خاورو غير قانوني اشغال بند کړي. ګوترېش په يوه اعلاميه کې ويلي،‌ چې سمدلاسه به يې ياد وړانديز د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته ورکړي.

نوموړي زياته کړې،‌ چې بېلابېلې خواوې بايد د نړیوال قانون، د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړو او د دوه اړخيزو تړونونو له مخې سياسي حل غوره کړي، څو اشغال او شخړه پای ته ورسوي. د هغه په خبره،‌ د دوو هېوادونو طرحه د اړوندې مسئلې د حل لپاره يوازينۍ رغنده لاره ده.